د سوریې عسکر او پوځي زغروالې وسيلې د ډيموکراسۍ پلویو مظاهره کوونکو د ټکولو په مقصد شمالي ښارګوټې ته ننوتل.
د سوریې دولتي ټلویزیون د هغو عسکرو فلمونه وښودل چې د مرات النعمان ښار ګوټي ته روان وو. په دې ښار ګوټي کې شاوخوا یو لک کسان ژوند کوي.
په دې پوځي عملیاتو کې تر دې دمه، د مرګ ژوبلې راپورونه نه دي خپاره شوي.
پوځي ځواکونه د مرات النعمان په جنوب کې بل ښارګوټي خان شیخون ته هم ننوتي دې.
شاوخوا یو لک کسان په سيمه کې د شخړو او پوځي عملیاتو له وجې ګاونډي هېواد ترکیې ته اوښتي دي.
په عین حال کې نن د جمعې تر لمانځه وروسته د جمهور رییس بشار الاسد د رژیم پر ضد د هېواد په مختلفو برخو کې مظاهرې وشوې.