دوو ايراني ډاکټرانو نړيواله جايزه وګټله

دوه تنه ایراني ډاکټران چې د حکومت ړنګولو د پلان په تور یې درې کاله بند تېر کړی، د HIV په وایرس د اخته ناروغانو د درملنې په کار کې یې د روغتیا نړیواله جایزه وګټله.

کامیار او آرش آلایي چې دوه سره دي، د ۲۰۰۸ کال په جون میاشت کې په تهران کې نیول شوي وو او تور پرې لګول شوی و چې د محمود احمدي نژاد د رژیم د ړنګولو په اړه یې له امریکا سره خبرې کړې دي.

۳۷ کلن کامیار چې څو میاشتې مخکې له بنده آزاد شوی، د پنجشنبې په ورځ یې په واشنګټن کې جایزه تر لاسه کړه. خو د هغه ۴۲ کلن ورور، آرش لا هم په تهران کې بندي دی او د شپږو کلونو بند موده تېروي.