د ناټو دېرشم عسکر ووژل شو

ناټو وایي، یو عسکر یې د افغانستان په جنوب کې د بمي چاودنې له وجې وژل شوی دی.

دغه سازمان نن وویل، پېښه د پنجشنبې په ورځ شوې خو په دې اړه یې زیات څه نه دي ویلي.

په روانه عیسوي میاشت کې تر اوسه په افغانستان کې ۳۰ بهرني عسکر وژل شوي او طالبانو د هغو سيمو د بیرته نیولو لپاره حملو ته زور ورکړی چې د ژمي په موسم کې یې له لاسه ورکړې وې.

په روان عیسوي کال کې تر اوسه ټول ټال ۲۳۶ بهرني عسکر په افغانستان کې وژل شوي دي.