په کاپيسا کې ځان وژونکي بريد ٨ تنه ووژل

یوې ځان وژونکې حملې نن په کاپیسا ولایت کې څوارلسو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

د کورنیو چارو وزارت وايي په حمله کې پنځه ملکي کسان او دوه پولیسو وژل شوي او د یو پولیسو په ګډون شپږو ملکي کسانو ټپیان شوي دي.

ویل کیږي، چې د دې حملې هدف ښايي د فرانسې سفیر و، چې ټاکل شوې وه د ولایت په ودانۍ کې یې له سیمه یېزو چارواکو سره کتلي وو.

وسلوالو طالبانو د پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستې او ویلي یې دي، چې حمله پر فرانسویانو شوې او مرګ ژوبله یې ورته اړولې.

خو د کاپیسا چارواکي وايي، حمله کوونکی چې له چاودیدونکو موادو بار موټر کې سپور و، هدف ته له رسیدو مخکې چاودنه وکړه.