د سوریې د دولتي ټلویزیون د خبر له مخې حکومتي پلي ځواکونه او ټانکونه شمال لویدیځ نا ا رامه ښار ته ننوتي څو وسله والې ډلې له دې ښاره لیرې کړي.
دغه اقدام د حکومت د سختو ځپونکو اقداماتو یوه برخه ده چې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم پرضد راپورته شویو پراخو اعتراضونو په وړاندې یې پیل کړي دي.
په وروستیو ورځو کې د جیسیر ال شوغور ښار د پراخو شخړو صحنه وه.
چارواکي وایي چې وسله والو جنایتکارو ډلو تیره اوونۍ په دې ښارکې ۱۲۰ عسکر وژلي و خو کډوالو او د بشري حقونو فعالانو ویلي چې دغه تلفات د عسکرو د خپل منځي شخړوپه نتیجه کې رامنځ ته شوي او علت یې هم د یو شمېر هغو عسکرو تیښته ښودل شوې چې د ملکي وګړو د وژل کیدو له وجې له حکومته اوښتي و.
د بشري حقونو فعالانو ویلي چې تر اوسه د حکومت د ځپونکو اقداماتو په نتیجه کې تر زرو ډیر کسان وژل شوي دي.
د جسر الشغور له ښاره زرګونه کسان تښتېدلي چې یو شمیر یې ترکیې ته کډه شوي دي. ترکي چارواکو هیواد ته د څلور زره کډوالو د ننوتلو خبره کړې ده.