په بحرين کې ٤٠٠ کسان محاکمه کېږي

د راپورونو له مخې په بحرین کې نژدې څلورسوه کسان په دې هېواد په وروستیو اعتراضونو کې د لاس لرلو په تور محاکمه کېږي.

د وفاق په نوم د اپوزيسیون ډله چې د شیعه اکثریت استازیتوب کوي، وايي چې د تورنو کسانو په سلو کې نژدې پنځوس محاکمه شوي او محکمو له لنډ حبس څخه نیولې تر اعدام پورې حکمونه هم پرې صادر کړي دي.

په بحرین کې واکمنې د الخلیفه سني سلطنتي کورنۍ په مارچ میاشت کې د ګاونډیو هېوادونو د ځواکونو په مرسته اعتراضونه وځپل.