په ليبيا کې درې چاودنې

د طرابلس په مرکزي برخه کې نن سختې چاودني وشوې. په لیبیا کې د ازادۍ راډیو خبریال وايي داسي ښکاري چې دا توغندي د معمر القذافي د اوسېدو له ځای سره نژدې لګېدلي دي .

تر اوسه پوري د احتمالی هوايي بریدونو په اړه تفصیل نه دی خپور شوی.

په وروستو کې د لیبیا پر پایتخت باندې د ناټو ځواکونو له خوا بمبارۍ ډېرې شوې دي او د قذافي استوګنځى څو ځلې ځپل شوى دى.