د غازي امان الله خان مزار ته څېرمه چاودنې پوليس ټپي کړ

د شنبی په ورځ د جلال اباد ښار په امیر شهید بڼ کې د غازی امان الله خان مزار ته څېرمه په بمي چاودنه کې یو تن پولیس ټپي شوی.

د ننګرهار والي ویاند احمد ضیا عبدالزی د پیښې د تايید په وخت وویل، نه پوهیږي، چې د چاودنې هدف د غازی امان الله خان مزار وو او که د غلته موجوده د پولیسو پوسته، ده وویل، په دې اړه پلټني روانې دي.