پاکستاني چارواکي وایي، د هغو راپورونو په اړه څېړنه کوي چې وایي، د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې د القاعده شبکې یو مهم مشر الیاس کشمېري وژل شوی دی.
راپورونه وایي، کشمېري هغه مهال ووژل شو چې بې پېلوټه الوتکې د جمعي په شپه، د جنوبي وزیرستان د مرکز واڼې په لمنو کې د غواخوا کلي پر یوه کور برید وکړ.
الیاس کشمېري په پاکستان کې د وسله والو د پنځو مهمو غوښتل شویو مشرانو په ډله کې و. پر ده باندې تور دی چې پر لویدیځو او پاکستاني ځواکونو باندې سختې او مهمې حملې یې تنظیمولې.
هندی چارواکي وایي، کشمېري په ۲۰۰۸ کال کې د ممبۍ تروریستي حملو کې چې ۱۶۶ کسان په کي وژل شوي وو، هم لاس درلود.