په هند کې يوه مذهبي مشر دايمي روژه پيل کړه

د هند یوه مشهور مذهبي مشر د مرګ تر ورځې روژه نیولې تر څو حکومت مجبور کړي چې د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره د ده وړاندیزونه ومني.

سوامې بابا رامدیف چې د یوګا ورځنی پرګرام یې د ټلویزیون له لارې هره ورځ زیات خلک ویني، د هغو وزیرانو لپاره د اعدام سزا غواړي چې د ادارې فساد تورونه پرې ثابت شي.

دا مذهبي مشر دغه راز له حکومتي چارواکو څخه غواړي، هغه اندازه پیسې چې د رشوت او نورو غیر قانوني لارو څخه یې تر لاسه کړي او په بهر کې یې ساتلي دي، بېرته هند ته راوړي.

سوامي بابا په داسې حال کې روژه نیولې چې په هند کې د حکومتي چارواکو اداري فساد بېخی زیات شوی او خلک یې سخت په غوسه کړي دي.

څه موده وړاندې د دې هېواد د مخابراتو وزیر د ۳۹ ملیاردو ډالرو په یوه معامله کې په اداری فساد تورن او بندي شو.