له پرون راهيسې په افغانستان کې ٦ بهرني عسکر وژل شوي

د ناټو دوه عسکر پرون د افغانستان په جنوب کې د وسلوالو په دوو بريدونو کې ووژل شول. د دوى د هويت په باب معلومات نه دي ورکړل شوي.

ناټو په يوه بله اعلاميه کې ويلي چې څلور نور عسکر يې نن د افغانستان په ختيځ کې په يوه بمي چاودنه کې ووژل شول.

له دې سره له پرون راهيسې د وژل شويو بهرنيو سرتېرو شمېر ٦ ته پورته شو.