په طرابلس کې ګڼې چاودنې وشوې

د ليبيا په مرکز طرابلس کې پرون ناوخته او نن سهار د ګڼو چاودنو ږغونه اورېدل شوي دي. دغه ښار له څو ورځو راهيسې د ناټو له لوري په نښه شوى دى.
پرون ماښام ناوخته په پلازمېنه طرابلس کې د څلورو چاودنو ږغونه واورېدل شول، وروسته نورې چاودنې هم وشوې.

تر نيمې شپې وروسته څلورو زورورو چاودنو هغه سيمه ولړزوله چې د ليبيا د مشر معمر قذافي استوګنځى ګڼل کېږي او له مرکز څخه په لږ واټن کې پروت دى.