په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال دیویډ پټرایوس پرون ژمنه وکړه چې د وسله والو طالبانو پرضد د ناټو په حملو کې به تر وسې وسې د ملکي تلفاتو مخنیوی وکړي.
جنرال پټرایوس دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې ولسمشر حامدکرزي د سه شنبې په ورځ په هوايي عملیاتو کې د بېګناه افغانانو د وژنې له وجې پر ناټو سخت انتقاد وکړ. تېره اوونۍ په هلمند ولایت کې د ناټو هوايي برید نهه تنه ملکي افغانان ووژل.
پټرایوس وویل، موږ په دې احساساتو کې له ولسمشرحامدکرزي سره شریک یو او زیاته یې کړه، موږ د دې لپاره په افغانستان کې یو چې د خلکو ساتنه وکړو، نه دا چې خلکو یا د دوی ملکیتونو ته زیان واړوو.
جنرال پټرایوس چې پرون یې په خوست کې خبرې کولې وویل، ناټو به هڅه وکړي چې په هوايي عملیاتو کې د ملکي وګړو تلفات په قطعي ډول ترټولو لږې اندازې ته ورسوي.