ګوګل: هک کوونکو امريکايي چارواکو ته ستونزې جوړې کړي

ګوګل انټرنټ پاڼه وایي، هکر کوونکي یا هغه کسان چې انټرنټي اطلاعات په پټه غلا کوي یا یې خرابوي، په چین کې د امریکا د سلګونو چارواکو، پوځیانو او خبریالانو ایمیلونه له خطر سره مخامخ کړې دي.

ګوګل دا نه دې ویلې چې د امریکا د حکومت د کومې برخې ایمیلونه لیدل شوې او ایا په دغو جي میل حسابونو کې پټ اطلاعات و یا نه و.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ( هونګ لي) نن وویل، دا تورونه چې د چین حکومت د هکر کوونکو ملاتړ کوي یو مخ بې بنسټه دي او دا خبره بل علت لري:

« د چین ملامتول د منلو نه دي. د چین حکومت د کمپیوټر او انټرنټ ستر مرکز دی او له قانون سره سم انټرنټ کنټرولوي. حکومت له هغو خلکو چې له انټرنټه کار اخلي دا غوښتنه لرې چې کله له انټرنټ او کمپیوټره کار اخلي د دې قانون درناوی وکړي»

په تیرو اوولس میاشتو کې دا دوهم ځل دی چې د ګوګل پراخه شبکه چین د خپلو اطلاعاتو په غلا تورنوي.