ناټو:د تخار د حملې په تور يو تن ونيول شو

ناټو ځواکونه وايي له افغان ځواکونو سره یې په ګډو عملیاتو کې یې په مزار شریف کې یو کس چې د تخار د څو ورځې مخکې حملې کې یې لاس درلودل، له څو تنو ملګرو سره نیولی دی.

ناټو ځواکونو په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې پر نیول شوي کس تور لګولی چې د ازبکستان له اسلامي غورځنګ سره مستقماً اړیکي لري او د تخار په مرکز تالقانو کې یې په هغې حملې کې لاس درلود، چې د پولیسو یو جګپوړی قومندان جنرال داود داود او د تخار د امنیې قومندان شاه جهان نوري په ګډون پکې څو تنه ووژل شول.

ناټو ځواکونه همداراز وايي چې نن یې د افغانستان په ختیځ کې د وسلوالومخالفینو په یوې حملې کې یو عسکر ووژل شو.