د مصر پخوانى ولسمشر په بد روغتيايي وضعيت کې

د مصر یوه څارنوال نن وویل د مصر د پخواني ولسمشر حسني مبارک روغتیایی حالت دومره ښه نه دی چې په شرم الشیخ کې له روغتون څخه زندان ته انتقال کړاي شي .

د هغه په وینا درې اتیا کلن حسنی مبارک د وینې د دوران د کومې ستونزې له امله د بې هوشۍ له څپو سره مخامخ شوی او د وینې فشار یې ډیر ټیت دی .

په اعلامیې کې راغلي چې حسني مبارک ډېر کمزوری او ډیپرس دی .

مبارک د اپرېل تر دیارلسمې وروسته په داسې حال کې چې د اداری فساد او د ده د رژیم پرضد د مظاهره کوونکو د وژلو په اړه ترې پوښتنې کېدې ورباندې د زړه حمله راغلې وه او د زندان په روغتون کی و .