د یمن په درېیو سیمو کې د دوشنبې په ورځ د جګړو او سخت تاوتریخوالي راپورونه ورکړل شول.
حکومتي ځواکونو په تعز ښار کې پر مظاهره چیانو ډزې کړي، په ناارامه ابین ښار کې د حکومت ضد وسله والو او دولتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده او د پایتخت صنعا په ختیځه برخه کې هم نښتې شوې دي.
له تعز ښار څخه رارسیدلي راپورونه وايي چې ولسمشر علي عبد الله صالح ته وفادارو ځواکونو د دوشنبې په ورځ دغلته شل تنه مظاهره کوونکي په ډزو وژلي او څه د پاسه سل نور يې ټپیان کړي دي.
په تعز کې روغتیايي سرچینو ویلي چې ښايي د مړو شمېر له دې هم لوړ شي.
بهرنیو ژورناليستانو ویلي په تعز ښار کې تاوتریخوالي د یمن خلکو ته ټکان ورکړی او ښايي دغه وضعيت دغلته پرېکنده تحول رامنځته کړي.
د پایتخت صنعا په شمالي برخه کې د شپې له خوا د خال خال نښتو او چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.
سره له دې چې دغلته د حکومتي ځواکونو او د حاشد قبیلې د وسله والو تر منځ دوه ورځې وړاندې اوربند ټینګ شوی و، خو بیا هم له سیمې نه د تاوتریخوالي راپورنه ورکول کېږي.
د یکشنبې په ورځ د یمن ددفاع وپخواني وزیر جنرال عبد الله علي علایوا ولسمشر صالح تورن کړ چې په ابین ښار کې وسله والو ته وسلې ورکوي څو د ګډوډیو د راپیدا کولو له لارې د مظاهره چیانو پر ضد له وسله والو څخه کار واخلي:
”موږ د رژیم دا ګام چې وسله والو غلو، ورانکارو او تروریستانو ته چې په خپله رژیم جوړ کړي، یو شمېر ولایتونه سپارلي، غندو. دغه وسله وال دې ته هڅول کېږي چې وژنې وکړي او ګډوډۍ رامنځته کړي ، دا زموږ د پوځ د زیانمنولو لپاره یو نهیلي هڅه ده“
خو د یمن د دفاع وزارت لوړرتبه افسرانو دا تور رد کړی او وايي چې له زینجیبار څخه یو شمېر ځواکونه نورو ناارامه ولایتونو عدن، لهج او دهله ته استول شوي دي.
خو په ابین ښار کې پاتې امنیتي ځواکونو بهرنیو خبریالانو ته ویلي چې د حکومت له خوا په نورو سیمو کې د پوځ د ځای پر ځای کېدو اوامرو د جمهوري ګارډ او امنیتي ادارو زرګونه سرتېري او مسوولان اړ کړي چې د حکومت ضد مخالفانو ته واوړي.