په تخار کې ځانوژونکي بريد امنيتي چارواکي ووژل

په تخار کې چارواکو تایید کړې، چې په شوې ځان وژونکې حمله کې د ۳۰۳ پامیر زون قومندان جنرال داؤد داؤد او د تخار د امنیې قومندان شاه جهان نوري له څلورو نورو کسانو سره یو ځای وژل شوي دي.

په سیمه کې د ازادۍ راډیو خبریال وایی، چې دا چاودنه نن له ماسپښین وروسته هغه مهال د ولایت په ماڼۍ کې دننه وشوه، چې د تخار والي او جګپوړي امنیتي چارواکي په یوه مهمه امنیتي غونډه کې ناست وو.

د ورکړل شویو رپورټونو له مخې په دې چاودنه کې د تخار والي عبدالجبار تقوا ټپي شوى دى.

وسله والو طالبانو د حملې مسوولیت منلى او ویلي يې دي، چې دا حمله په یو داسې وخت کې شوې، چې امنیتي چارواکي په یوه غونډه کې ناست وو.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه نور جزئیات وړاندې نه کړل.