په پولنډ کې د عربي نړۍ پر بدلونونو خبرې

د ختیځې اروپا د هېوادونو مشران نن د پولنډ په مرکز وارسا کې جرګه شوي، په عربي نړۍ کې د وروستیو بدلونونو او ډيموکراسۍ ته د سيمې د انتقال په اړه به بحث وکړې.

په دې غونډه کې به د عربو لپاره د عبرت پر هغو لارو چارو خبرې وشې چې په مرکزي اروپا کې یې کمونيزم ړنګ کړ.

د وارسا په غونډه کې د جرمني، ایټالیا، چک جمهوریت او اوکراین مشرانو ګډون کړی دی.

دې غونډې ته د سربیا او رومانیا مشران هم وربلل شوي وو خو په غونډه کې د کوسوو د استازو د ګډون له وجې حاضر نه شول.

کوسوو په ۲۰۰۸ کال کې له سربیا څخه خپلواکي اعلان کړه خو تر اوسه رومانیا، سلواکیا ، قبرس او یونان په رسمیت نه ده پېژندلې.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما به هم نن شپه په دې غونډه کې برخه واخلي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس به د شنبې په ورځ د پولنډ له جمهور رییس برونیسلاو کوموروفسکي او صدراعظم دونالد توسک سره د انرژۍ او په پولنډ کې د امریکا F-16 جنګی الوتکو د اډې په اړه خبرې وکړې.