د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبه روانه ده

د افغانستان او پاکستان د کرکټ ډلو تر منځ په راولپنډۍ کې د پنځوس اورونو لوبه پیل شوې ده.

د لوبې په پیل کې پاکستان الف ټیم پچه وګټله او پریکړه یې وکړه چې لومړی دوی بیټنګ وکړي. د پاکستان د الف ټیم د کپتان دا پریکړه پر ځای وه، ځکه چې د دوی لوبې پرانیستونکو لوبغاړو ډیره ښه لوبه وکړه او د افغانستان ټیم یې له ستونزو سره مخامخ کړ.

تیره لوبه چې په اسلام اباد کې وه هلته بیا د لوبې میدان د لومړی ځل لپاره مناسب نه و او د کرکټ د یو شمیر شنونکو په وینا همدا علت و چې په پیل یې یې د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې افغان اوپنرا ژر اوټ شول.

د نن ورځ په لوبه کې د افغانستان تیز توپ اچونکی حمید حسن هم لوبیږي چې په تیره لوبه کې یې کمبود محسوس و.