دواب ولسوالي د دولتي ځواکونو لاسته ورغله

د نورستان والي جمال الدین بدر وايي افغان او نړیوالو ځواکونو نن له غرمې وروسته ددې ولایت د دواب ولسوالۍ له وسلوالو مخالفینو بیرته ونیوله.

ښاغلي بدر وویل، په دغو عملیاتو کې له هوايي ځواک څخه هم کاراخیستل شوی او د ولسوالۍ د ودانۍ شاوخوا ته د اولسو وسلوالو مخالفینو مړي موندل شوي.
د هغه په خبره د دواب د مرکز په شاوخوا کې لا هم جګړه روانه ده.

وسلوالو طالبانو تیره شپه پر دواب ولسوالۍ حمله کړې وه او نن سهار وختي یې د ولسوالۍ مرکز نیولی و.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې پخوا هم د نورستان د برګ مټال ولسوالۍ او ځینې نورې سیمې څو ځلې د وسلوالو طالبانو او دولت پلوه ځواکونو تر منځ لاس په لاس شوي دي.