د امریکا د فاع وزارت وایي، د لیبیا یاغیانو ته یې د حلالو خوړو یو لک او شل زره بستې رسولې دې.
د پنتاګون ویاند ډګروال ډیف لپان وایي، د متحده ایالاتو د موادو بله جوپه چې دارو درمل، خېمې، یونیفورم، د شګو بوجۍ او د مرمیو ضد واسکټونه په کې دي، په څو راتلونکو اوونیو کې به یاغیانو ته واستول شي.
دا د امریکا د متحده ایالاتو د هغو ۲۵ مليونو ډالرو غیرمحاربوي مرستې یوه برخه ده چې د لیبیا له یاغیانو سره یې ژمنه کړې ده.
امریکا تر اوسه یاغیان د لیبیا د مشروع حکومت په صفت په رسمیت نه دي پېژندلي خو واشنګټن د ناتو په ماموریت کې چې د ملکي خلکو د ساتنې لپاره د قذافي پر ځواکونو بمبارۍ کوي، شامل شوی دی.
د ناتو دا ماموریت د ملګرو ملتونو د امنیت شوری د پرېکړه لیک پر اساس پرمخ ځي.