هغه مظاهرې چې د ناټو ځواکونو د حملې په اعتراض په تخار کې روانې وې، پايته ورسېدې.
د سلاکار وزير شهزاده مسعود په مشرۍ د افغان حکومت هيئت چې د لانجې د حل لپاره سيمې ته تللى و، له مظاهره چيانو سره يوې موافقې ته رسېدلى دى.
د تخار والي عبدالجبار تقوا د مظاهره چيانو او دولتي هيئت ترمنځ شوې خبرې ګټورې وګڼلې:
”د قوم مشران چې راغوښتل شوي وو، په هغو کې هغه مشران هم شامل وو، چې د سوله ييزې مظاهرې رهبري يې کوله، دوى ژمنه وکړه، چې دا به نه تکراېږي، دا چې څوک مسوول دي او څوک نه، ولې دغه مظاهرې شوي، ولې خلک ټپيان يا وژل شوي دا علتونه به وڅېړل شي“
اعتراض کوونکي وايي افغان دولت ته يې وخت ورکړى، چې د تخار مشران ليرې او جرمني ځواکونه له دې ولايته وباسي.
دغه اعتراضونه او ورپسې له تاوتريخوالي ډکې مظاهرې د ناټو ځواکونو له لوري د څلورو ملکيانو تر وژل کېدو وروسته پيل شوې.