د هلمند امنيتي چارواکي وايي د ترسره شويو پوځي عملياتو په نتيجه کې ١٠ تنه وسلوال طالبان نيول شوي چې د هغوى دوه قوماندانان هم په کې شامل دي. چارواکي وايي له دوى څخه په لسګونو کيلوګرامه چاودېدونکي مواد هم نيول شوي دي.
د هلمند د والي امنيتي سلاکار عبدالعلي شمسي د ملي امنيت په رياست کې خبريالانوته وويل چې په نيول شويو کسانو کې دوه د طالبانو مشهور کسان هم شامل دي چې يو ملا سيد علي او دويم يې حافظ عبدالواحد نومېږي.
د ده په وينا چې د ملي امنيت د پټو استخباراتي معلوماتو پربنسټ تېره ورځ او تېره شپه په ګرمسېرولسوالۍ له ٤٠٠ کيلوګرامه چاودېدونکو او لسو ماينونو سره نيولي دي.
وسلوال طالبان دا خبر نه مني.