د پاکستان پارلمان د بې پېلوټه الوتکو د بريدونو مخنيوى وغوښت

د پاکستان پارلمان نن په دې هېواد کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د حملو بندېدل وغوښتل او د امریکایي ځواکونو د حملې په اړه یې چې اسامه بن لادن په کې ووژل شو، د خپلواکه څېړنې غږ وکړ، تر څو بل ځل دا ډول پیښه تکرار نه شي.

د پاکستان پارلمان په یوه پریکړه لیک کې ویلي، د بې پیلوټه الوتکو حملې باید بندې شي او کنه نو حکومت به مجبور شي چې په افغانستان کې ناټو ځواکونو ته د ترانزیتي لارې د بندولو په ګډون، لازم اقدامات وکړي.

د ناتو ځواکونود اکمالاتو زیاته اندازه مواد د پاکستان له لارې افغانستان ته انتقالېږي او اکثر وختونه وسله وال، د موادو پر کاروانونو حملې کوي.

فرانسپرس خبري آژانس وایي، تېرکال په پاکستان کي د امریکا د بې پیلوټه الوتکو حملې دوه برابره شوې وې او له سلو زیاتو عملیاتي حملو کې یې شاوخوا ۶۷۰ تنه وژلي دې.

د جمعې په ورځ هم د افغانستان پولې ته نږدې په شمالي وزیرستان کي د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې درې تنه مشکوک وسله وال ووژل شول.