د پاکستان په شمال لویدیځ کې په یوه پوځي روزنيز مرکز کې نن په دوو ځان وژونکو بمې چاودنو کې د وژل شویو شمېر اتیاوو ته پورته شو او زیات شمېر نور په کې ټپیان دي.
چاودنې د چارسدې په شبقدر سېمه کې د ملیشه ځواکونو په روزنېز مرکز کې هغه مهال وشوې چې ملیشه ځواکونه د وتلو په حال کې وو.
پاکستاني طالبانو ویلي، دا حمله یې د اسامه بن لادن د قتل په غچ کې کړې ده.