د ولسي جرګې د انتخاباتو معترضه کاندیدان د ولسمشر له خوا د نوې ملي شورای د پرانیستلو پرېکړه د هغو فشارونو زېږنده بللې، چې د دوی په وینا له بهره پرده موجود وو.
د جمهوري ریاست له خوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې، تاکل شوې، چې ښاغلی کرزی به نوي ملي شورا د راتلونکې چهار شنبې په ورځ پرانیږي.
خو معترضه کاندیدان بیا وايي، چې نن به له ولسمشر کرزي سره په لیدنه کې په دې اړه خپلې اندېښنې ورسره شریکې کړي.
د دغو کاندیدانو په استازیتوب عبدالکبیر رنجبر ازادي راډیو ته وویل، که بريالي اعلان شوي کاندیدان د سترې محکمې پرېکړې ته غاړه کیږدي، نو دوی کومه ستونزه نه لري.
سترې محکمې په دې اړه په خپله پرېکړه کې د ځانګړې محکمې کار قانوني بللی او ویلي دي، چې پرېکړه يې واجب التعمیل ده.
بل لور ته ملګرو ملتونو، چې په خپل وخت د ملي شورا په پرانیستلو يې ټینګار کاوه، د ولسمشر کرزي د وروستی پرېکړې هر کلی کړی دی.