په ایران کې ډېرې مطبعې د اسلامي رژیم پر نسکورولو تورنې شوي

د (نۍ) په نامه د ایران یوه معتبره مطبعه تورنه شوې، چې د اسلامي نظام د رانسکورولو هڅې تنظیموي.

په ایران کې ګڼشمیر مطبعې ددغه هیواد د اسلامي رژیم د نسکورولو په هڅه تورنې شوي دي. دا موضوع د دې څرګندوی ده، چې د ایران حکومت د تبیلغاتي جګړې په وړاندې، چې چارواکي وايي
په ایران کې ګڼشمیر مطبعې ددغه هیواد د اسلامي رژیم د نسکورولو په هڅه تورنې شوي دي.

دا موضوع د دې څرګندوی ده، چې د ایران حکومت د تبیلغاتي جګړې په وړاندې، چې چارواکي وايي، د اسلامي جمهوریت په وړاندې روانه ده، مقابله کوي.

په یو شمیر مطبعو باندې دا تور د امنیتي ستراتیژیکو څیړنو د یوه مرکز له خوا چې ویل کیږي، په خواجه ناصر پوهنتون کې د حکومت پلوه بسیج ځواک له خوا يې مشري کیږي، لګول شوی دی.

د ایران د حکومت د مخالفې ویب پاڼې (راه سبز) په وینا، دغه ډله چې دا لست يې خپور کړی د حکومت له امنیتي کړیو سره ارتباط لري.

په دغه راپور کې چې د مطبعو او لیکوالانو نومونه يې خپاره کړي، هغه ډول الفاظ کارول شوي چې د ایران د سخت دریځو چارواکو له خوا استعمالیږي.

د دغې ډلې په وینا دغه ۶۴ مخیزه راپور د تبلیغاتو له لارې د ایران د نظام د نسکورولو د هڅې شواهد دی.

دغه راز په راپور کې ویل شوي، چې دا یو خبرداری دې، د هغو سیاسي کړیو لپاره چې پر تبلیغاتي جګړې عقیده لري.

د (نۍ) په نامه د ایران یوه معتبره مطبعه تورنه شوې، چې د اسلامي نظام د رانسکورولو هڅې تنظیموي.

دغې مطبعې د ټولنیزو مسلو، فلسفې، اقتصاد، سیاسي چارو او مذهبې موضوعاتو په اړه کتابونه چاپ کړي دي.

د امریکا د ملي امنیت د پخواني سلاکار زبګنیف برژینسکي د کتاب (انتخاب: د نړی مشري او یا په نړې کې نفوذ) فارسي ژباړه په دغه راپور کې د بیلګې په توګه یاده شوې او ویل شوي، چې د ا د ایران د رژیم د بې ثباته کولو لپاره چاپ شوی دی.

د نورو مطبعو نومونه چې په دې لست کې خپاره شوي عبارت دي له نشر چشمه، عطايي، کاویر او ققنوش.

په دې لست کې د ایران د یو شمیر لیکوالانو نومونه هم خپاره شوي دي.

په کاناډا کې میشت د ایران یو مشهور فیلسوف رامین جهان بګلو وايي، د ایران حکومت هڅه کوي، چې په دغه هېواد کې د مطبوعات رنګه به ده کړي.

"هغوی غواړي، داسې یوه دسیسه جوړه کړي، چې زما په نظر په ایران کې موجوده نه ده ځکه چې دغه مطبعې د دې تر څنګ، چې د حکومت د مخالفانو مقالې چاپوي د مذهبي کتابونو په شمول نور مواد هم چاپوي."

جهان اوګلو چې د امنیتي دلایلو له امله په ۲۰۰۶ کال کې په ایران کې زنداني شوی و، وايي، دا فشارونه ښايي د ټولنیزو علومو پر ضد د حکومت د اقداماتو برخه وي.

د ایران ستر مذهبي مشر علی خامنيي ویلي، اجتماعي علومو خلک بې لاره کړي او دا کار د خلکو په عقایدو باندې نا سمه اغیزه کوي.

یو بل ایرانی لیکوال ابراهیم نوابي، چې نوم يې په خپور شوي لست کې راغلي په ټوقې سره وویل، چې ایراني مقاماتو د هغه رتبه ټیټه کړې او د دې پر ځای چې هغه د محارب په نوم یاد کړي، پر ده يې د رژیم د پرزولو تور لګولی دی.

هغه پر ځان لګول شوي تور رد کړ او ویې ویل:

"زه او زما په شان نور کسان د وضیعت اصلاح غواړو، د رژیم په پرزولو پسې له خامنيي او احمدي نژاد نه زیات څوک دي؟

که کومه ورځ په ایران کې دا نظام نسکوریږي نو زیاتره مسوولیت به يې د خامنيي او احمدي نژاد پر غاړه وي. موږ نه د دې توان لرو او نه يې هم اراده لرو."

نوابي وايي، توقع نه لري، چې په لیکوالانو او مطبعو باندې دغه تازه تورونه به اوسنی بد وضیعت نور پسې بد کړي.