فرانک روجیرو د ریچارډ هولبروک ځای ناستی شو

د امریکا متحده ایالاتو، د ریچارډ هولبروک له مړینې وروسته، فرانک روجیرو د افغانستان او پاکستان لپاره د خاص استازي په دندې نومولی دی.

روجیرو د هولبروک مرستیال و او له دې مخکې یې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د جګ پوړي ملکي مامور په څوکۍ کار هم کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزرات وایي، هیله ده، چې د هولبروک په مړینې سره سره به، د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ایالاتو پالیسي دوام وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند فلیپ کراولي د سې شنبې په ورځ وویل، روجیرو د بهرنیو چارو له وزیرې هیلري کلنټن سره یو ځای په سپینې ماڼۍ کې د افغانستان پر ستراتیژۍ باندې د بیا کتنې په غونډې کې ګډون کړی و.
هولبروک د ۶۹ کالو په عمر د دوشنبې په ورځ د زړه د ناروغۍ له وجې مړ شو.