په فاریاب کې پر ناټو برید شوی

ناټو ځواکونه وایي چې پرون د افغانستان په شمال کې د یوه کلي پنځه مخور سپین ږیري هغه مهال ووژل شول چې وسله والو کسانو یي پر موټر حمله وکړه.

ناټو د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه پېښه په فاریاب ولایت کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې وسله والو کسانو د دغو سړېو د سپرلي موټر په راکټ وویشت.

په دې حمله کې پنځه نور مشران ټپیان شول، که څه هم د افغانستان په شمال او لویدیځ کې د وسله والو طالبانو نفوذ د جنوب په نسبت زیات نه دی خو دوي په وروستیو کې په یو شمېر شمالي ولایتونو لکه کندز، فاریاب او بغلان کې فعالیتونه زیات کړي دي.