د افغانستان د یوې سویسۍ ورځپاڼې راپور رد کړ چې ویلي یې وو د افغانستان ولسمشرله ملګروملتو غوښتنه کړې وه چې د تېرو دېرشو کلونو ترمنځ په دې هیواد کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه راپور خپور نه کړي.
لي ټیمپس سویسۍ ورځپاڼې لیکلي وو چې ملګروملتو په هغه راپور سترګه پټې کړې چې شورویان،د مجاهدینوتنظیمونه او امریکایي پوځیان پکې د بشري حقونو په سړونه تورن شوي وو.
د افغانستان د ولسمشرویاند وحید عمر پرون وویل:(ملګروملتو د افغانستان له حکومت سره د دې موضوع په باب هیڅ رازتماس نه دی نیولی.)
سویسۍ ورځپاڼې لیکلي وو چې دا راپور په سیاسي ملحوظاتو قصداً د ملګروملتو له لوري پټ ساتل شوی دی.
ورځپاڼه وايي سره له دې چې دا راپور او اسناد په ټاکلي وخت خپاره نه شول ، وروسته نور راپورونه هم ترلاسه شوي.
په راپور کې په غیر منظم ډول د مختلفو وختونو زوزیاتي او ظلمونه په ډاګه شوي خو په مجموع کې د تشدد او زیاتیو هغه موارد پکې شامل دي چې د ۱۳۵۷ کال د ثور له کودتا(د ۱۹۷۹ اپریل) وروسته د شوروي تر یرغله اوبیا له تنظیمواکۍ رانیولې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ايتلاف له لوري د طالبانو د رژیم تر نړولو پوري رسېږي.
دې راپور یوه لیکوال بارنِت روبین وویل چې ملګروملتو دا راپور د افغانستان د ولسمشرحامد کرزي په غوښتنه خپور نه کړ ځکه چې په هغه کې د داسي کسانو نومونه هم یاد شوي چې د افغانستان په اوسني حکومت کې شامل دي.
بارنت روبین وروسته فرانس پریس اژانس ته وویل چې په دې راپور کې نوي مطالب نشته بلکې ټول هغه مطالب او موارد دي چې تر دې مخکې خپاره شوي او د څه باندې یو کال لپاره په انترنت کې موجود وو.
د دې سویسۍ ورځپاڼې له مخې ټاکل شوې وه چې دا راپور،چې یو کال کار پرې شوی او د ۲۰۰۴ کال په دسمبر کې بشپړ شوی،د ۲۰۰۵ کال په جنورۍ کې خپور شي.