په ولایتونو کې د رايي ورکولو بهیر څنګه روان دی؟

افغانې میرمنې د رایو صندقونو ته په کتار ولاړې دي چې ترڅو خپلې رايي وکاروي

د ازادۍ راډیو خبریال چې د سرپل په ولایت کې د رایو ورکولو یوه مرکز ته تللی او د رایو ورکولو روانې چارې له نږدې څاري وایي چې، خلک په پوره نظم سره د رايي ورکولو مرکزونو ته ځي او د خپلې خوښې کاندید ته رايي اچوي. ده وویل تر اوسه چې کومه ستونزه را برسیره شوې هغه د کارت د سوري کولو د بیاتي ستونزه ده، چې کارت نه شي سوری کولای.

د جلال اباد له ښار څخه د ازادۍ راډیو خبریال وایي، په سیمه کې د رایو ورکولو لړۍ د سهار په اووبجو پیل شوی او په ښه توګه پرمخ روانه ده.

ده وویل چې سهار د څو توغندېوغږ واورېدل شو او خلک یي لږ څه اندیښمن کړل، ده دا هم وویل چې، په روان بهیر کې د ښځو ګډون لږ دی.

د کندهار په ولایت کې د ازادۍ رادیو خبریال وایي چې په سیمه کې حالات عادي دي او خلک ډلې ډلې د رایو ورکولو مرکزونو ته ځي او خپلې رایي په صندقونو کې اچوي.

د بلخ له ولایت څخه د ازادۍ رادیو خبریال وایي چې، په دې ولایت کې د راېو ورکولو لړۍ د سهار په اوو بجو پیل شوی، په لومړي سر کې د خلکو ګڼه ګوڼه کمه وه، خو ورو ورو دا لړۍ توده شوه او د رایو ورکولو مرکزونو ته د خلکو ورتګ زیات شو .

ده دا هم وویل چې د بلخ ولایت د چمتال او چهاربولک په ولسوالیو کې د نا امنیوخبرې کیږي او خلکو ته ګواښ شوی چې د رايي ورکولو مرکزونو ته نه ورځي.

د کندز له ولایت څخه د ازادۍ راډیو خبریال خبر ورکوي چې په دې ولایت کې د رایو ورکولو بهیر د سهار په اوو بجو پیل شوی او خلک په ډاډه زړه د رایو ورکولو مرکزونو ته ځي او خپلې رایي اچوي.

ده وویل، د ښځو ګډون په کې ډیر لږ دی، ده دا هم وویل چې، د کارټونو د سوري کولو بیاتي کار نه کوي او د ګوتې رنګ هم ژر پاکیږي. خو چارواکو دا ستونزې تر اوسه نه دي تایید کړي.

د هرات په ولایت کې د ازادۍ راډیو خبریال وایي چې، په سیمه کې د رایو ورکول بهیر د سهار په اووبجو پیل شوی او خلک په ازاده توګه د دوي کاندیدانو ته رايي ورکوي.

دی وایي، امنیه قوماندانۍ ویلي دي چې، د رایو ورکولو ټولو مرکزونو ته یي امنیتي تدابیر سخت کړي دي او د هرات په ولایت کې، د رایو ورکولو څلورسوه اته شپیته مرکزونه پرانیستي او یوازې لس سایټونه د نا امنیو له امله تړلي پاتي دي او همدارنګه د جعلي کارټونو موندلو ته هڅې کیږي.

ده دا وویل، په دې مرکز کې هم خلک د رنګ له کیفیت څخه شکایت کوي.