ولسمشر کرزي هم خپل د خوښې کاندید ته رایه ورکړه

افغان ولسمشر هم خپله رایه د ولسي جرګې په ټاکنو کې وکاروله

د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د رایې اچونې بهیر نن سهار په اوو بجو په ټول افغانستان کې پیل شو، دغه بهیر په کابل کې هم د حبیبې له لیسې څخه په داسې حال کې پیل شو، چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رييس فضل احمد معنوي هم حاضر و.

نوموړي یو ځل بیا ډاډ ورکړ، چې یوازې په کابل کې نه بلکې په ټول افغانستان کې د راېو په مرکزونو کې د رایې اچونکو د هرکلي لپاره بشپړ تیاری نیول شوی دی.
ولسمشر کرزی د رایي اچونې په شیبو کې


افغان ولسمشر حامد کرزي هم د کابل ښار په اماني لېسه کې د خپل خوښې کاندید ته رایه ورکړه او یو ځل بیا یي خلک په انتخاباتو کې د ګډون لپاره وهڅول.

(هیله مې داده چې ټول افغانان هرچیرته چې دي راووځي او خپل د خوښۍ کاندید ته رایه ورکړي په خپله خوښه بې زوره اوبې پیسو او خپل دا ډیر لوی حق د سرنوشت د ټاکلو لپاره استعمال کړي.)

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي استیفن دیمستورا هم اماني لېسې ته ورغلی و اوهلته یې د رایې ورکوونې لړۍ له نږدې څخه وکتله.

نوموړي په افغانستان کې د انتخاباتو له پروسې څخه خوښي څرګنده کړه او خلکو ته يي ډاډ ورکړ، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې له ډیموکراتیکو پروسو څخه په ټینګه ملاتړ کوي.