په هلمند کې دوو بېلابېلو چاودنو کې ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند ولايت په مركز لښكرګاه كې دوو جلا جلا چاودنو نولس تنه ملكي كسان ټپيان كړه او يو ماشوم يې ووژى د هلمند دوالي وياند وايي د دې چاودنو هدف په ښار كې ويره اچول دي. چاودنې د ښار خلګ سخت ويره ولي وو او دا په په روان لمريز كال كې د ښار په زړه كې لمړۍ دوې درنې چاودنې وې
سهارلا اته بجې شوې نه وې چې د لښکر ګاه ښار د مخابراتو چوك کې يوه درنه چاودنه وشوه او د ښار ډيرې برخې يې ولرزولې، وروستي خبرونه وايي، چې د كابل بانک مخې ته د يوه ماين په چاودنه كې څوارلس تنه ملكي كسان ټپيان شوه چې په ډېر ژر په ټپي شوو كسانو كې يوې ماشومې ساه وركړه.

دلته ډېر خلګ كوښښ كوي، چې د پېښې له ځايه ليدنه وكړي، خو چاودنې ځكه زيات ځاني زيان وانه ړاوه چې سهار وختې وه او خلګ له كوره نه وه راوتلى.

د ښار اوسيدونكي وايي چاودنه ډېره غښتلې وه او د دوی كورونه يې ولړزول.

د لمړۍ چاودنې ځاى ته د كابل بانک د يوې څانګې په راتګ د كابل بانک چوك هم ويل كيږي. خو د دې چاودنې يوازې څو دقيقي وروسته د لښكرګاه ښار په زړه كې د شهيد عبدالمتين د عالي ليسې ته څيرمه د ملي اوردو پرموټر يوه بله چاودنه هم رامنځته شوه، چې د ملي اوردو د يوه سرتيري په شمول يې پنځه تنه ملكي كسان ژوبل كړل.

كه څه هم د دې دواړو چاودنو پړه كومې وسلوالې ډلې لا په غاړه نه ده اخستی خو د هلمند والي وياند داود احمدي وايي، د دې دواړو چاودنو اصلي هدف په ښار كې د عامه نظم خرابول وو.

احمدي تراوسه د نولس عامو خلګو ترڅنګ د ملي اوردو د يوه سرتيري د ټپي كېدو خبره كوي ده وويل، يوه ماشومه نجلۍ هم چې په لمړيو كې ټپي وه خو وروسته يې د وراوښتو ټپونو له امله ساه وركړه.

د لښكرګاه ښار په زړه كې د روان لمريز كال د پيل راهسې دا دوې زوره ورې چاودني وې، چې د نظامي كسانو د بېرو بار ځايونه يې هدف وګرځول.

وروستي مالومات وايي، په دواړو چاودنو كې درې تنه ملكي كسان وژل شوي دي او اتلس تنه نور ملكي كسان ژوبل شوي دي.