د امریکا یوه جګ پوړي استازي نن له اذربایجان او ترکیې څخه په ټینګه وغوښتل چي اروپا ته د طبیعي غاز د انتقال ځنډیدلي معامله دي لاسلیک کړي.
د اروپا او اسیا د انرژۍ په چارو کي د متحده ایالاتو خاص استازي ریچارد موړنیننګ ستار وویل، دا معامله د لویدیځ په هغه پلان باور زیاتوی چی غواړي اروپا د روسیې د طبیعي غاز له پوره احتیاج څخه خلاصه کړي.
دا معامله له دوو کلونو راهیسي تر لاس لاندي ده.
موړنیننګ سټار زیاته کړه، دا ډېره ضرور ده چی د اروپایي اتحادیي په جنوب کي د روسیې په ځاي یو بل دهلیز جوړ شی . پدي پروژې سره به د مرکزي آسیا طبیعي غاز د ترکیې له لارې، اروپا ته تېر شي.
د امریکا د انرژۍ د چارو خاص استازي د آذربایجان په مرکز باکو کي د کسپین د سمندرګي د انرژۍ د پراخیتیا په کنفرنس کي خبرې وکړې.