نن سهار د پاكستان په لاهور ښار كې يو ځان وژونكى بريد شوى، چې په نتيجه كې يي د يوې ښځې په شمول يوولس تنه مړه شوي او شاوخوا شپېته تنه ټپيان شوي دي. د بريد هدف د استخباراتو يو دفتر ښوول شوى دى.
تر څه مودې وروسته د پاكستان د پنجاب ايالت مركزي ښار لاهور يو ځل بيا يوې زورورې چاودنې ولړزاوه. په لاهور ښار كې نن سهار د دې هېواد د استخباراتو پر يوه دفتر باندې حمله وشوه، چې د پوليسو په وينا ځان وژونكى بريد وو او په نتيجه كې يي لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لاهور ښار د پوليسو يو مشر رانا اياز وايي، ناڅرګندو كسانو په چاودېدونكيو موادو بار يو موټر د دفتر په ودانۍ كې وواهه او ورسره سم يوه زوروره چاودنه وشوه:
"احتمال شته، چې نور خلك هم تر خاورو لاندې وي د هغوى د را ايستلو او ژغورلو كار دوام لري، دلته لس تنه پوليس هم ځاى پر ځاى وو او بريد پر پوليسو شوى دى، خو دم ګړۍ ته د هغوي د مړينې او ټپي كېدو په اړه خبر نه لرو."
د لاهور د پوليسو يو بل مشر سجاد بټه وايي، په دې چاودنه كې ۶۰۰ كيلوګرامه چاودېدونكي توكي كارول شوي دي.
په چاودنه كې ټپي كسان او مړي د لاهور جناح روغتون ته وړل شوي دي، د روغتون رئيس ډاكټر جاوېد اكرم وايي، په ټپيانو كې يو ماشوم او يوه ښځه هم شامل دي:
"روغتون ته نهه پنځو ټپيان او اووه تنه مړي راوړل شوي دي، په مړېو كې دوه تنه د استخباراتي دفتر مامورين شامل دي، په ټپيانو كې د اووتنو حالت د اندېښنې وړ دى، چې دا مهال ټول تر درملنې لاندې دى."
د لاهور ښار يو لوړرتبه حكومتي چارواكى خسرو پروېز د وروستيو مالوماتو په وركولو سره وويل، چې په چاودنه كې تر اوسه پورې يوولس تنه وژل شوي او تر شپېتو تنو زيات ټپيان شوي دي او وايي چې د دې چاودنې هدف د استخباراتو يو دفتر و.
د چاودنې له امله د دفتر ودانۍ په بشپړه توګه ويجاړه شوې، چې ترخاورولاندې د خلكو د را ايستلو كار دوام لري او احتمال كېږي، چې ډېر نور خلك به لا هم تر خاورو لاندې وي.
دا چې د دې چاودنې تر شا به د چا لاس وي دم ګړۍ ته يې چا مسووليت نه دى منلى خو پوليسو او نورو دولتي چارواكو وويل، چې په دې پېښه كې وسلوالو ترهګر لاس لري.
د يادونې وړ ده، چې يو كال وړاندې هم د نننۍ چاودنې ځاى ته په لږ فاصلې سره د پاكستان د تحقيقاتو د مركزي دفتر په وړاندې يوه زوروره چاودنه شوې وه، چې له امله يي ګڼو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
ګزارش: باركوال مياخېل- پاكستان