د کابل په نوي ښار سيمه کې نن سهار صافي لانډمارک هوټل ته نژدې ځان وژونکې چاودنه وشوه. د ازادۍ راډيو خبريال له سيمې خبر ورکړ چې تر چاودنې وروسته د ډزو ږغونه هم اورېدل شوي دي.
ځينې راپورونه وايي چې تر چاودنې وروسته پوليسو پر يوه بل بريد کوونکي ډزې هم کړې دي.
صافي لاندمارک د کابل له پرمختللو هوټلونو څخه دى، چې شا و خوا يې تجارتي مارکېټونه او دکانونه دي.
ځينې راپورونه وايي په دې چاودنه کې پنځه کسان ټپيان دي.
دا د جنورۍ تر اتلسمې وروسته په کابل کې بله چاودنه ده، هغه مهال يوشمېر وسلوالو ځان وژونکو پر حکومتي ودانيو بريد وکړ او دوولس کسان يې ووژل، چې اووه يې ځان وژونکي وو.