د ایران په لوی ښار قم کې د دوشنبې په ورځ ( نن ) ددې هیواد د لوی مذهبي مشر ایت الله حسین علي منتظري د جنازي په مراسمو کې ګڼو خلکو د حکومت ضد شعارونه ورکول .
منتظري چې د شنبې په ماښام د اوه اتیا کلونو په عمر مړ شو په ایران کې د جون د میاشتي د جمهوري ریاست تر لانجمنو انتخاباتو وروسته د مخالف تحریک لوی ملاتړی و .
د اصلاح غوښتونکو ویب پاڼه جرس لیکي چې د منتظرې د جنازې په مراسمو کې په سونو زرو کسانو ګډون کړي وو .
خو د عیني شاهدانو له قوله راغلي چې په لس ګونو زرو په دې مراسمو کې ګډون کړي و .
عیني شاهدان وايي د قم په ښار کې چې د پایتخت تهران په یوسلو دیرش کیلومترۍ کې موقعیت لري ډیر پولیسان ځاي پرځای شوي و .
له سیمې څخه یو تن چې پیښې له نیږدې څاري ، خپل نوم یې نه دی اخیستی خو ازادی راډیو ته یې د خپلو سترګو لیدلی حال داسې بیان کړی :
((د سهار له اوو بجو دخلکو راټولیدل پیل شول . دوې شعارونه ورکول او الله اکبر نارې یې وهلې. دا شعاورنه چې ورکول کیږي فکر کوم تاسو یې حتما غږونه اورﺉ چې خلک وايي نن د ویر و رځ ده ، یا حسین یا حسین ....، الله اکبر او نور داسې شعاورنه چې عموما د شنه تحریک غونډو کې ویل کیږي . ))
بیلابیلو ویب پاڼو د ولسمشر احمدي نژاد د پلویانو او مخالفینو ترمنځ د نښتو راپورونه هم ورکړي خو په قم کې عیني شاهدانو د ا خبر تر اوسه نه دی تایید کړي .
پر بهرنیو خبري رسینو بندیز لګیدلی او اجازه نه لري چې د جنازي د مراسمو په اړه راپورونه برابر کړي . نو په دې حساب د مخالفینو د ویب پاڼو له لارې د بیلابیلو خپرو شویو راپورنو د تاییدولو لپاره هیڅ کومه لاره نشته .
خو عیني شاهدانو دا په قطعي توګه تایید کړې چې دواړو مخالفو مشرانو میر حسن موسوي چې د شین تحریک مشري کوي او د پارلمان پخواني ویاند مهدي کروبي په مراسمو کې ګډون کړي و .
دا نه ده څرګنده چې نورو مخالفو مشرانو لکه پخواني ولسمشر محمد خاتمي او اکبر هاشمي رفستنجاني هم په دې مراسمو کې د ګډون کوم پلان درلود او کنه .
د ویپ پاڼو یو بل راپور چې د عیني شاهدانو له خوا تایید شوی دا دی چې دمخالفینو یوه ډله چې له تهران څخه د قم په لور روانه وه پولیسو یې مخه نیولې ده .
د جرس په نوم د ویب پاڼې په حواله د جنازې په مراسمو کې ګډون کونکو د منتظري او د مخالف مشر میر حسن موسوي په پلوې شعارونه ورکول .
د ایند په نوم بله ایراني ویب پاڼه بیا وايې کله چې د جنازې مراسم پای ته ورسیدل خلک په قم کې د لوي زیارت شا وخوا راټول شوي وو مظاهره یې وکړه او د حکومت ضد شعاورنه یې ورکول .
د ایران د حکومت مخالفینو د منتظري د مړینې په مناسبت ملي ورځ اعلان کړې . منتظری په ۱۹۷۹ کال کې د اسلامی انقلاب یو له اصلي طراحانو څخه وو، چې په نتیجه کې یی شاهي نظام نسکورشو.
نوموړی وروسته د انقلاب د مشر ایت الله روح الله خمینی ځاي ناستي ونومول شو خو د نظام له مشرتابه سره د اختلافاتو په وجه له هغې ډلې د زندانیانو پر اعدامولو د سختو انتقادونو له امله ، له جانشینۍ لرې کړی شو او د یوې مخورې مخالفې څیرې په توګه راڅرګند شو.
په دې توګه په نولس سوه نهه اتیایم میلادی کال کې ، خامنه یې د خمیني پر ځاې مذهبي مشرتوب تر لاسه کړ .
اسنا خبري اژانس وايي خامنه یې د منتظری په مړینه خواشیني څرګنده کړه خو ویې ویل هغه له خدایه غواړي چې منتظرې په سخت امتحان کې وبښي .