ایا په پاکستان کې به پله پوځي کودتا وشي ؟

ډیویډ پیټریوس په پاکستان کې ددې هېواد له پوځي چارواکو سره کتلي دي.

دامریکاد متحده ایالاتو یو لوړرتبه جنرال وایي، د پاکستان د پوځ لوړرتبه جنرال ورته ډاډه ورکړی چې نیت نه لري ملکي واکمني د کودتا له لارې نسکوره کړي.
پاکستان چی د خپل تاسیس په ۶۲ کلن تاریخ کې یې شپږ ځلې پوځي کودتاوی تجربه کړي، په اوس وخت کې دسخت دریځو وسله والو په وړاندې په ترټولوستونزمنه مبارزه کې ښکیل دی.

د امریکا د مرکزي قواوو د قوماندانی مشرجنرال دوید پترویس اسلام اباد ته په سفر کې دپاکستان دوسله والو ځواکونو له لوی درستیز جنرال اشفق کیانی سره له خبرو وروسته خبریالانو ته وویل چې کیاني ورته ډاډ ورکړی چې ملکي واکمني ته متعهد دی.

د امریکا د مرکزي قواوود قوماندانۍ مشرجنرال ډوید پیټرویس وایي متحده ایالات دپاکستان پراردو باورلري چې نیت نه لري د کودتا له لارې واک ترلاسه کړي.

پاکستان چې د خپل تاسیس په ۶۲ کلن تاریخ کې یې شپږ ځلی پوځی کودتاوی تجربه کړي او هیڅ یوه ملکي حکومت په کې خپله دوره نه ده بشپړه کړې، په اوس وخت کې له وسله والو طالبانو سره په سخته مبارزه کې ښکیل دی.

رویټرز اژانس لیکي د پاکستان ټول پوځي ځواک د هیواد دننه اوبهر د لویدیځو هیوادونو لکه متحده ایالاتو او بریتانیا له خواچې پرحکومت یې فشارونه راوستي څو پوځ یې په افغانستان کې د طالبانو په وړاندې جګړه کې جدي ونډه واخلي، له نژدې څارل کیږي.

د پاکستان پوځ په دې هیواد کې د ۶۲ کلونو نیمایي برخه واک چلولی او هیڅ یوه ملکي حکومت په دې اټومی وسلې لرونکي خو بې ثباته هیواد کې خپله دوره نه ده بشپړه کړې.

جنرال پترویس په اسلام اباد کې له پاکستاني خبریالانو سره په خبروکې وویل، د پاکستان پوځ ورته ویلي چې نیت نه لري ټاکل شوی ملکي حکومت رانسکور کړي.

پاکستانیو ورځپاڼونن د جنرال پيټرویس له قوله ویلي کله چې له هغه څخه په اسلام اباد کې دامریکا په سفارت کې له جنرال کیانی سره د هغه د کتنې په اړه پوښتنه وشوه پترویس وویل، زه داسې نښې نښانې نه وینم چې د پاکستان د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال اشفاق کیانی به د ددغسی یوه اقدام په فکر کې وي.

هغه زیاته کړه کله چی موږ په دې اړه خبرې کولې دوی وویل چې دانتخاباتو له لارې ټاکل شوی ډیموکراتیک حکومت ته ژمن دی.

د پاکستان پوځ ته د هغه ځواک په سترګه کتل کیږي چې په ستونزمنو حالاتو حتې د کودتاګانو له لارې د ملکی حکومتونو په بې اعتباره کولوسره یې د دی توان لرلی دی چې هیواد یو موټی کړی.

د پاکستان ولسمشر اصف علی زرداري چې په هیواد کې له ډیرمحبوبیته نه دی برخمن اوله واشنګټن سره دهغه اړیکې هم دی اعتبار ته زیان رسولی، په سیمه کی د یوه کړکیچن حالت له امله د خپلې سیاسی بقا لپاره لاس اوپښی وهي او له بلې خوا یې ممکن نژدی همکاران د اداری فساد له پخوانیو تورونو سره بیامخامخ شي.

دامریکا متحده ایالات او بریتانیا پرپاکستان فشارزیات کړی چې دهغو وسله والوطالبانو او القاعده جرړی دې وباسي چې له پاکستانه په افغانستان کې پربهرنیو ځواکونو حملې کوي.

رویټرز لیکي دغه غوښتنه ډیره حساسه په دې خاطر ده چې ډیرپاکستانیان له دې سره سره چې وسله والو په ښارونو او ښارګوټو کې خونړیو حملو ته زور ورکړی، داسې انګیري چې ګواګې د پاکستان حکومت د امریکا لپاره جنګیږي.

دحالاتو په خرابیدو سره خونړیو شخړو د دې هیواد پراقتصاد هم بد اغیز کړی اوپانګوال یې بې زړه کړي چې په دې هیواد کې سرمایه ګذاري وکړي چې په نتیجه کې یې اقتصاد له رکود سره مخامخ شوی دی.