ټاکل شویده چی دامریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما به نن دافغانستان د جګړی په اړه دخپلی نوی ستراتیژی د اعلانولو په مهال افغانستان ته دوسله والو طالبانو او القاعده په وړاندی د جګړی د پیاوړی کیدو لپاره د په زرګونونورو عسکرو دلیږلواعلان وکړی.
اوباما به خپله نوی ستراتیژی نن شپه په اتو بجوچی دافغانستان په وخت سبا د سهار پنځه نیمی بجی کیږی، په نیویارک کی د ویست پوینت اکاډمی څخه ملت ته په وینا کی اعلان کړی.
اوباما د افغانستان د جګړی په اړه خپل پلانونه وروسته له هغه په ډاګه کوی چی په دی اړه یی له دری میاشتو راپدیخوا له خپلو امنیتی سلاکارانو سره خبری کړی دی.
دامریکایی چارواکو په حواله راپورونه وایی چی اوباما به اعلان کړی چی افغانستان ته یی د د یرش زره نورو عسکرود لیږلو پریکړه کړیده. د دی عسکرو په استول کیدو سره به په افغانستان کی د امریکا یی عسکرو شمیر نژدی سل زره تنو ته ورسیږی.
امریکایی چارواکو وویل اوباما به دغه راز په خپله وینا کی دافغان امنیتی ځواکونود روزنی پراهمیت ټیګار وکړی څو وکولای شی په خپله د هیواد دامنیتی چارو اساسی مسولیت په غاړه واخلی.
سپینی ماڼی پرون وویل چی ولسمشرد یکشنبی په ورځ پوځ ته دافغانستان په اړه ددغی نوی ستراتیژی د تطبیق امرورکړ او هم یی د خپلی ستراتیژی په اړه د روسیی، فرانسی او بریتانیا مشرانو ته معلومات ورکړل.
د اوباما دوینا د مخه بریتانیا پرون اعلان وکړ چی غواړی افغانستان ته پنځه سوه نور عسکر ولیږی. په دی سره به په افغانستان کی د بریتانوی عسکرو شمیر له لسوزرو واوړی.