دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی چی په کابل اولندن کې د افغانستان په اړه دنړیوالو کنفرانسونو لپاره تیاری پیل شوی دي.
دبریتانیا صدراعظم ګورډن براون دوه ورځې وړاندی ددغو کنفرانسونو د اعلانولو په مهال وویل چی دغه کنفرانسونه ددی لپاره جوړیږي چې پکی دافغانستان د حکومت لپاره په تیره بیا د افغان امنیتی ځواکونو د روزلو په برخه کی مشخص اهداف وټاکل شي.
د بریتانیا صدراعظم وویل چی لومړی کنفرانس به د راتلونکي میلادی کال د جنوری په ۲۸ نیټه په لندن کی جوړ شی چې په تعقیب به یې بله غونډه په کابل کی جوړه شي.
ملګرو ملتونو هم ددې کنفرانسونو د جوړیدو هرکلی کړی دی.
دملګروملتونو سرمنشی بانکی مون دا په خپل وخت یو سم اقدام بللی دی.