د بریتانیا صدراعظم ګورډن براوون وایی، په داسی حال کی چی نړیوال ځواکونه په افغانستان کی د وسله والو طالبانو پرضد جګړه پراخوی، له پاکستانه هم غواړی چی دالقاعده شبکی پرضد کلک اقدام وکړی او د دې شبکې د مشر اوسامه بن لادن د لټون هڅې ګړندې کړي.
براون وویل په افغانستان کی دوسله والو طالبانو د له مینځه وړلو لپاره د بریتانوي او ایتلافی ځواکونو هلې ځلې دې ته اړتیا لري چې د پولې اخوا د پاکستان د حکومت له خوا اغیزمنه همکاري ورسره مله شي.
براون پرون له بی بی سي نیوز ټلویزیونی چینل سره په مرکه کې وویل، روانه اونۍ به دامریکا ولسمشربارک اوباما دافغانستان د جګړې په اړه د خپلې ستراتیژۍ داعلانولو په مهال نه یواځی پوځي هڅې زیاتې کړي بلکه له دې هیواد سره به په سیاسي او ملکي برخو کې هم د زیاتو مرستو ژمنه وکړي، خودده په وینا له دې سره سره به دا بې ځایه نه وي چې ومنو، په افغانستان کی امن او ثبات د پاکستان په ثبات پورې تړلي دي او دې هدف ته رسیدل هم ګډو هڅو ته اړتیا لري.