د فرانسې يوه بېړۍ روسيې ته ورسېده

د فرانسي یوه سمندري بیړۍ د هماغه ډول څخه چې روسیه غواړي ویی پیري ، نن د روسیې ښار پیترزبورګ ته ورسیده .

روسیي او فرانسوي مسوولینو تیایید کړه چې دوو هیوادنو د میسترال هلیکپترو د انتقال د بیړۍ د اخیستلو په اړه خبرو ته دوام ورکړی . همداشان د لږ تر لږه د څلورو نورو ورته بیړیو د جوړولو د جواز په اړه هم خبری شوی دي . که چیرته دا معامله لاسلیک شي نو دا به له دوهمې نړیوالی جګړی راهیسی لمړنۍ دا شان معامله وي . مسترال په لسګونو درنې هیلیکپترې او ډول ډول الوتکي انتقالولی شي . مسترال کولي شی چې د مځکینو ځانګړو ځواکونو لپاره په ساحل کې او په سیمزو جګړو کې دعملیاتو لپاره هم کار ورکړي .