پاکستان وايي د افغان کډوالو پر ايستلو غور کوي

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په دې هېواد کې تر پرله پسې چاودنو وروسته پر دې له سره فکر کوي چې ايا افغان کډوالو ته په راتلونکو درېيو کلونو کې داوسېدو اجازه ورکړل شي او که نه؟ په دې وروستيو کې پاکستان له دې هېواده د افغانانو اجباري ايستل پيل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان، پاکستان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونوادارې مخکې پرېکړه کړې وه چې د ٢٠١٢م کال تر پايه پورې افغانان په دې هېواد کې د استوګنې حق لري. د پاکستان حکومت دې پرېکړې په دې هېواد کې مېشت افغان کډوال اندېښمن کړي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سرپرست سفير مجنون ګلاب ځاځى وايي پاکستان د افغان کډوالو د اجباري ستنولو حق نه لري.

په پاکستان کې يو اعشاريه اووه مليونه قانوني افغانان او شا و خوا يو مليون هغه افغانان ژوند کوي چې قانوني اسناد نه لري.