په کابل کې پر سرينا هوټل د توغندي بريد شوى

افغان امنيتي چارواکي وايي چې پرون ناوخته د کابل سرينا هوټل ته نژدې د يوه توغندي په چاودنه کې دوه کسان ټپيان شوي، چې يو يې افغان عسکر دى. ځينې اژانسونه د ټپيانو شمېر څلور ښيي.

د کابل- سرينا هوټل چې اکثره بهرني ډيپلوماټان، خبريالان او د نړيوالو ادارو کارکوونکي په کې مېشت دي، هروخت يې په ټينګه امنيتي تدابير نيول شوي وي.

تېره مياشت هم پر دې هوټل دوه توغندي لګېدلي وو، چې تلفات يې نه درلودل.

خو پر دې هوټل د ٢٠٠٨م کال په جنورۍ کې يوه زوروره حمله وشوه، چې ګڼ کسان په کې ووژل شول.