په مصر کې په سلګونو کسانو مظاهره وکړه

د مصر په مرکز قاهره کې په سلګونو کسانو د الجزاير د سفارت په وړاندې مظاهره وکړه.

د المان ډي، پي، اې اژانس خبر ورکوي، چې مظاهره کوونکو د الجزاير پر ضد شعارونه ورکول او د دې هېواد بيرغ يې وسوځاوه.

د مصر او الجزاير د ټيمونو ترمنځ د فوټبال تر لوبو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ جنجالونه زيات شول.

وروسته له هغې چې د دغو ټيمونو ترمنځ په مصر کې دوې مسابقې وشوې، مصريانو د الجزاير د ورزشکارانو پر موټر حمله وکړه.

د الجزاير او مصر دويمه لوبه په سوډان کې وشوه چې پوليسو د دواړو ټيمونو پلويان سره ليرې کړل.

مصر د الجزاير په وړاندې ماتې وخوړه او د نړيوال جام له مسابقو څخه يې نوم ليرې کړاى شو.