درې امريکايان ووژل شول

ناټو وايي په افغانستان کې دوو جلا جلا پېښو کې دوه امريکايي عسکر او يو امريکايي قراردادي په بمي چاودنو کې وژل شوي دي.

ناټو پرون په کابل کې وويل يو امريکايي عسکر د افغانستان په جنوب کې د سړک غاړې بمي چاودنه کې ووژل شو او بل عسکر له يوه قراردادي سره يوځاى د افغانستان په ختيځ کې د جمعې په ورځ ووژل شول.

د دغو تلفاتو په اړه زيات جزئيات نه دي ورکړل شوي.

له دې سره په روانه مياشت کې د وژل شويو امريکايي پوځيانو شمېر نهو ته ورسېد.