کرزى د منتخب ولسمشر په توګه اعلان شو

انتخاباتو خپلواک کميسيون مشر عزيز الله لودين وويل چې د دويم پړاو انتخابات به نه ترسره کېږي او حامد کرزى به د افغانستان قانوني او منتخب ولسمشر وي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کميسيون نن اعلان کړه، چې د انتخاباتو دويم پړاو لغو اعلان شو او حامد کرزى به د افغانستان قانوني ولسمشر وي.
له میاشتو میاشتو لانجو او بحثونو وروسته د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کميسيون نن اعلان کړه، چې د انتخاباتو دويم پړاو لغو اعلان شو او حامد کرزى به د افغانستان قانوني ولسمشر وي.

دغه کميسيون دا اعلان په يوه رسمي غونډه کې وکړ.


د ازادۍ راډيو خبريال له دې غونډې د راپور ورکولو پر مهال وويل، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کميسيون مشر عزيز الله لودين وويل چې د دويم پړاو انتخابات به نه ترسره کېږي او حامد کرزى به د افغانستان قانوني او منتخب ولسمشر وي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د انتخاباتو د لغوه کېدو اعلان وروسته له هغې وکړ چې د حامد کرزي ېوازیني سیال عبدالله عبدالله په انتخاباتو کې له ګډون انصراف وکړ او په میدان کې حامد کرزی ېوازې پاتې شو.

لودين، د انتخاباتو د لغو کولو يوه وجه د مالي سرچينو کموالى او ځينې نورې ستونزې وبللې.

په عين حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون په کابل کې له ولسمشر حامد کرزي او عبدالله عبدالله سره کتنه درلوده.