سپينه ماڼۍ افغانستان ته د نورو عسکرو په اړه پرېکړه کوي

سپینه ماڼۍ وایی جمهور رییس بارک اوباما افغانستان ته د نورو عسکرو د استولو یا نه استولو پریکړې ته نږدي شویدی.

سپینه ماڼۍ وایی، د جمعی په ورځ به د امریکا د پوځ د لویو درستیزانو د کمیټې له مشر امیرالبحر مایک میولن او نورو پوځي مشرانو سره د جمهور رییس اوباما غونډه د پریکړې د عملیې لپاره وروستۍ غونډه وي.

سپینې ماڼۍ دا اعلان پداسي وخت کي وکړ چي د سه شنبې په ورځ د افغانستان په جنوب کي اته نور امریکایي عسکر هم ووژل شول. په تېرو اتو کلونو کی د اکتوبر میاشت په افغانستان کي د دېره امریکايي ځواکونو لپاره تر ټولو مرګوني میاشت شوه چي تر اوسه پکي لږ تر لږه ۵۳ امریکایي عسکر وژل شویدي.

له بلی خوا د روسیې او هند د بهرنیو چارو وزيرانو د سه شنبې په ورځ وویل، نړۍ باید په افغانستان کي دخیله وي . مسکو په نړیوالو طاقتونو غږ وکړچي په افغانستان کي د ثبات په ټینګولو، د تروریزم ضد جکړې او د نشه یي مواد د قاچاق ضد مبارزې کي دي ستره ونډه واخلي.

په عین حال کي ټاکل شوي چی جمهور رییس بارک اوباما به نن د دفاعي چارو یوه لایحه لاسلیک کړي چی له مخی به یی هغو طالب وسله والو ته پیسي ورکول کیږي چی له جګړو لاس واخلي.

د امریکا په سنا کي د وسله والو خدمتونو د کمیتې مشر سناتور کارل لیفن رویترزخبري آژانس ته وویل، دا پروګرام د عراق هغه پروګرام ته ورته دی چي له مخي یي پخواني وسله وال په عراقي ټولني کی بیرته جذب شویدي.