د م. م د اټومي انرژۍ څارونکو د ايران اټومي بټۍ وکتلې

د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ د ادارې د مفتشانو یوې ډلې پرون د لومړي ځل لپاره قم ښار ته نژدې د ایران د یورانیمو د غني کولو د نویو اټومي تاسیساتو څخه کتنه وکړه.

د ایران نیمه رسمي دولتي آژانس مهر خبر ورکړی چې دا مفتشان به له دې تاسیساتو څخه بیاهم کتنه وکړي. دا تاسیسات د تهران په جنوب کې، قم ښار ته نژدې د غرونو په مینځ کې جوړ شوي دي.

د دې اټومي تاسیساتو له موجودیت څخه یوازې تېره میاشت پرده پورته شوه او له دې سره په لویدیځ کې دا اندېښنې پیدا شوې چې تهران به د اټومي بم د جوړولو پلان لري. خو ایران د اټومي وسلې د جوړلو تورونه ردوي.